اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د انډسټریل اېنډ کمرشل بې??ک آف چائنا پاکستان آر اېم بی کلیئرنګ بې??ک پرانستې دست??ره په جناح كنونشن سېنټر كښې وشوه۔ د خزانې نګرانې وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر او پاكستان كښې د چين سفير چيانګ زائي ډونګ په دست??ره كښې ګډون وكړو۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزيرې په خپل خطاب كښې ووئيل چين له څو كالونو راهېسې د پاكستان تر ټولو ??تر تجارتي همكار هېواد او د سرمايه كا??ۍ تر ټولو لويه ذريعه پاتے شوے دے او پاكستان په تجارت او سرمايه كا??ۍ كښې د آر اېم بي كا??ولو پراخا كول غواړي۔ د آر اېم بی کلیئرنګ بزنس په ځايې كېدو سره به په پاكستان او چين كښې د آف شور آر اېم بی مارکیټونو يو بل سره تړلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په پاكستان كښې د چين سفير په خپل خطاب كښې په دې خبره زور راوړو چې د چین او پاکستان ترمينځه د څلورو موسمونو ستراتيجيكي همكارۍ لپاره د دواړو اړخونو مالياتي برخو بشپړ ملاتړ ته اړتيا ده۔ د آر اېم بی کلیئرنګ بې??ك پرانسته “بېلټ اېنډ روډ” همكارۍ ته وده وركولو لپاره يو مهم مالي ملاتړ هم دے۔