اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې زمونږ بنيادي مېنډېټ د الېکشن کمېشن لخوا په ټاكلے موده كښې د انتخاباتو په تابيا كښې مرسته كول دي٬ زمونږ ذمه وار آئيني نګران حكومت دے٬ د يو اهم آئيني عهدے په ضد بدې ردې ??شو وئيلې او نه د ھغې برخه جوړېدو شو٬ مونږ به د خپل سوګند پالنه كوٶ٬ تېر حكومت سياسي اتحاد جوړ كړې ٶ٬ په ھغه دور كښې چې څه شوي د ھغې سپناوې ھغوي له خپله پكار دے، زمونږ كار د الېكشن كمېشن مرسته كول دي۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د برېښنا٬ ګاز او د خوراكي توكو په بيعه كښې د اضافه ادراك لرو، په تېرو ورځو كښې په نړيوال ماركيټ ك??ې د تېلو بيعه زيات شوې٬ د روپۍ په قدر كښې كمې راغلے چې په سبب ئې معاشي ستونزې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل راتلونكې اوونۍ كښې مونږ د معاشي بحالۍ منصوبه وړاندې ??وٶ۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل په لنډمهاله وفاقي كابينه كښې شامل ټول وزيران د خپلو خپلو څانګو ماهران دي٬ مونږ به دا هڅه كوٶ چې په كوم حالت كښې مونږ ته هېواد ترلاسه شوې د ھغې نه په بهتر حالت كښې ئې پرېږدو، مونږ له به د کفايت شعارۍ پشمول داسې اقدامات كول وي چې ورسره معيشت بحال شي۔ د يوې پ??ښت??ې په ځواب ده ووئيل دا زمونږ كار نه دې چې د چا په حق يا مخالفت كښې په عدالتي چارو كښې لاس وهنه وكړو، ويره ھغه كسانو له پكار ده كومو چې د قانون او آئين په ضد كار كړې٬ مونږ د قانون او آئين احترام كوٶ٬ د مئي د 9مې نيټې د پېښې په اړه د پ??ښت??ې په ځواب ده ووئيل يو سياسي ګوند داسې عمل نه دې ??ړې كوم چې د مئي په نهمه نيټه شوې٬ دې ??ېښې سره جمهوريت مضبوط نه كمزورې شوېدے، په دې ??ېښه پرېكړه عدالت له كول دي د كومې چې مونږ له احترام كول دي، هم په انصاف كښې زمونږ نجات دے٬ انتقام كښې زمونږ نجات نشته۔ لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پاكستانيو وګړو بهر هېواد ته د تګ پحقله د بيان په اړه د يوې پ??ښت??ې په ځواب وفاقي وزير مرتضٰې سولنګي ووئيل د وزيراعظم بيان د سياق و سباق نه لرې وړاندې ??ړې شوې۔