تیمرګره 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي چې په هېواد كښې جمهوریت قو?? كولو له آزادو ، سپيځلو او بے پرې ټاكنو ته اړتيا ده، پیپلز ګوند د ??ول?? په طاقت، جمهوریت او په سپيځلو ټاكنو باور لري۔ تیمرګره كښې ورکرز کنونشن ته وينا كښې بلاول بھټو وئويل هېواد كښې زمونږ كوم هم سياسي مخالف نشته بلکه زمونږ جنګ د ګرانۍ ، غريبۍ او بے روزګارۍ په ضد دې۔ ده وئويل مونږ په سپيځلو ټاكنو باور لرو او هېواد هغه وخت مخ په وړاندې تللې شي كله چې ټ??لي رياستي ادارې خپل آئینی دائره کار له مخې ډیوټی او فرائض ترسره كړي۔ده ووئيل د پی ټی آئی بانی د 50 لکهه كورونو جوړولو او لس لكهه وګړو له نوکرو وركولو لوظ پوره كولو كښې ناكامه شوې، د پی ټی آئی په خېبر پښتونخوا كښې 10 كلن دور حکومت كښې د ??ول?? مسئلې زياتي شوي۔ بلاول بھټو زرداری وئويل د ??ول?? په ووټونو سره اقتدار كښې راتلونكې سیاسی لیډر د هېواد او ??ول?? په ګټه د مړانې پريكړې كولې شي ۔ ده ووئيل سیاسی انتقام او د مفاد پرستۍ سياست د هېواد او جمهوری اقدار په ګټه نه دې۔ده ووئيل سیاسی رواداری، مفاهمت او آزادو ټاكنو سره جمهوریت قوي كېږي، آزادې ،سپيځلې او بے پرې ټاكنې د نګران حکومت او الیکشن کمېشن آف پاکستان بنیادی ذمه واري ده۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل زه د پاكستان او ??ول?? بشپړه باور لرم۔ده د 8 فروری 2024 په ټولټاكنو كښې د ښه پريكړې كولو په حاجت زور راوړلو سره هيله څرګنده كړه چې ??ول?? به دا ځل پیپلز ګوند مایوسه نه كړي۔ده ووئيل زمونږ ګوند به خېبر پښتونخوا ??ول?? احساس محرومی لر?? كوي او دا يواځنې ګوند دې كوم چې دا صلاحيت لري۔ده د ګوند په كارمندانو زور راوړو چې ټ??لټاكنو لپاره يو موټې شئ او ټول ووټرز د خېبرپښتونخوا ګوټ ګوټ ته تللو سره د ګوند منشور په اړه ??ول?? خبر كړئ۔ده ووئيل د ګوند کنونشنز به کېږي ،د شهیدي بے نظیر بھټو او شهید ذوالفقار علی بھټو مشن به پوره كولې شي۔