اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی په هېواد كښې سیاسی ماحول ښه كولو له ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه د اتفاق په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول موقعې وركړے كېږي، چا سره هم امتيازي سلوك نه كېږي، ریاستی میډیا ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول کوریج وركوي، میډیا له به د ټاكن?? په مهال ښه چاپيرچل وركولې شي، مس انفارمېشن، ډس انفارمیشن او جعلی خبرونه د ټولي نړۍ مسئله ده،په سوش?? میډیا تر ټولو لوي چیلنج جعلی خبرونه دي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ ملاقات لپاره راغلې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ صدر میجر جنرل (ر) رضا محمد په مشرۍ كښې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په ملاقات كښې د هېواد په موجوده سیاسی او معاشی صورتحال، جعلی خبرونو او ډس انفارمېشن ختمولو ،ټولټاكنو ، د سوش?? میډیا مسئلو، د سوئيلي اسياﺀ او نورو هېوادونو كښې د ټاكن?? په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي نګران وفاقی وزیر د هېواد سیاسی منظر نامې په اړه د ادارو د تازه تحقیق څخه خبر كړو۔په دې موقع وفاقی وزیر ووئيل نګران حکومت آزادانه، منصفانه او شفاف انتخابات له لوظي دے،ټاكنو لپاره به الیکشن کمېشن له هرممکن سهولت وركولې شي۔ نګران وفاقی وزیر ووئي?? میډیا له به د ټاكن?? په مهال ښه چاپيرچل وركولې شي۔د پلاوي په نورو غړو كښې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ ډائری??ټر (ایډووکیسی اینډ کمیونیکیشن) صدیق همایوں، حشام، مس جویریه، انسټیټیوټ آف ډائری??ټر خرم عباس او انسټیټیوټ آف پالیسی سټډیز څخه نوفل شامل وو۔