اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي پاکستان د عرب اسلام?? مشرانو د غېر معمولي غونډې د ا??لاميې هركلے كوي چې پكښې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور رواړلے شوے چې ھغه د ا??رائيل په ضد د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړي۔ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال دې ووئيل په اعلاميه كښې قابضو ځواكونو ته د وسلې د برامد بندولو مطالبه او نړيوال پوځداري عدالت څخه د ا??رائيل د جرائمو د تحقيقات غوښتنه شوې ده۔ وياندې ووئيل وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر په 11مه نيټه په رياض كښې د مشتركه اسلام?? مشرانو په غېر معمولي غونډه كښې د پاكستان د پلاو?? مشري كړې كومه چې په مقبوصه فلسطين كښې غېر انساني اسرائيلي جارحيت او د سنګين صورتحال مخنيوي لپاره رابللې شوې وه۔ وياندې ووئيل وزيراعظم د فلسطين اولس او د هغوي د خپلواكۍ حق سره د پاكستان د غېر متزلزل يووالي پخلے وكړو او د جون كال 1967 څخه وړاندې پولو تر مخه د يو محفوظ او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو په مهم ضرورت ئې زور راوړے چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ وياندې ووئيل پاكستان د قابضو ځواكونو لخوا د نړيوال قوانين خلاف ورزي كول او روغتون په نخښه كول او په غزه كښې د روغتونونو په ضد د ا??رائيل د جنګ هم غند??ه كوي۔ وياندې ووئيل مونږ په الشفاء روغتون كښې د ا??رائيل د دراندازۍ، رنځورانو، طبي عملې او وګړي په خطر كښې په اچولو خېران يو، نړيواله ورورولي دې اسرائيل په روغتونونو بريدونو كولو باندې ځواب ده وګرځوي۔ دې ووئيل اسرائيل قصدا جوماتو٬ كليسا او سكولونه په نخښه كولو لپاره هم ځواب ده ګرځول پكار دے ۔ وياندې ووئيل د ا??رائيل پلويان دې اسرائيل د فلسطينانو د نسل كشۍ په منصوبو د عملدرامد نه منع كړي۔ وياندې يو ځل بيا په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي د ا??رائيل قابضو ځواكونو لخوا د جارحيت لاره نيولو لپاره سرعت سره اجتماعي او بامعني كار وكړي او په مقبوضه فلسطين كښې شوې جنګي جرائمو لپاره اسرائيل ځواب ده وګرځوي۔