نیویارك 20 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير جليل عباس جيلاني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 78مې غونډې په موقع په نيويارك كښې د كيوبا خپل همڅنګ برونو روډريګوز پاريلا سره ليدلي دي۔ د شورو پ?? ورځ د خارجه دفتر له مخې دوي د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه٬ ګڼ اړخيزه او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان كيوبا سره په زړه پورې اړيكې لري كومې چې د بېلو سيمه ايز او نړيوالو چارو پ?? اړه يو ډول دريځ اډانه لري۔ ده د ګڼ اړخيزه فورمونو پ?? خاص توګه ?? ملګرو ملتونو٬ د غېر وابسته هېوادونو تحريك او جي 77 او د چين ترمينځه د نزدې مرستې ستائنه وكړه۔ خارجه وزير په كال 2005 كښې پاكستان كښې د راغلې زلزلې نه پس د كيوبا د اړخه په طبي مرسته د پاكستان د اولس او حكومت لخوا مننه وكړه۔ خارجه وزير جيلاني د كيوبا خارجه وزير ته په 15 ا?? 16 ??تمبر هوانا كښې د جي 77 او چين په مشرۍ كښې كاميابۍ سره د غونډې په كولو مباركي وركړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په څانګو او پ?? خاص توګه ?? تجارت ٬ بائيو ټېكنالوجي ٬ روغتيا او زده كړو پ?? څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو پ?? لا زياتولو موافقت وكړو