اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان پوسټ آفس ډيپارټمنټ ته هدايت كړې چې ريټايرډ ملازم ته دې 1.35 مليون روپۍ ادا كړې شي٬ د پوسټ ماسټر جنرل پنجاب ٬ لاهور د ولادت په تاريخ كښې د غلطۍ له امله د پخواني ملازم پنشن څخه رقم په غلطه توګه كم كړې شو۔ د شورو په ورځ د صدارتي مانړۍ ??خو?? د جاري شوې اعلاميې لمخې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې ملازم د مجاز اتھارټي په حكم د ريټائرمنټ څخه ور??ست?? نور څلو?? كال په محكمه كښې خذمات ترسره كول او دې مودې لپاره ده ته د تنخا ترلاسه كېدو كلك باور وو۔ ده ووئيل ملازم د پنشن مېوؤ څخه محروم كول او د ده د فرض ترسره كولو په صورت كښې ادا كړې شوې تنخا څخه د دې كټوتي كول غېر قانوني او بد انتظامي ده۔ صدر مملكت دا ريماركس د محمد يوسف (شكايت كوؤنكي) ??خو?? د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د جمع كړې شوي خواست قبلولو سره وركړل۔