واشنګټن۔5 ستمبر(اے پی پی) په ا??ريكا کښې د پاکستان سفیر مسعود خان د نیو میکسیکو په ا??بوكيور كيو ښار کې د امریکا د کانګرس ښځينې غړې می??انی سټینز بري سره وليدل او دې سره يۍ د آبي وسائلو انتظام په اړه خبرې وكړې۔ د پاکستان سفارت لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې سفیر د دې ملاقات په مهال ??وئ??ل زموږ هیواد د ماحولياتي بدلونو له ننګونو سره مخ دے په كومو كښې چې د آبي وسائلو د انتظام مسئله هم شامل ده كومه چې د آبادۍ ضرورتونه ترسره كولو او په خاص توګه د كركيلې څانګې لپاره مهم او په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده ??وئ??ل پاكستان او نيو مېكسيكو اېكسټرېكټو انډسټري ٬ هېلتھ كيئر ٬ فارماسوټيكل او ټېك سټارټ خپلو كښې په شريكو ګټو اډانه همكاري كولې شي۔ مسعود خان كوم چې دا مهال د نيو ميكسيكو په 3 ورځنۍ دوره دے ٬ د پا??سا??ي نژاد امريكائي وګړي محمد افضل حسېن وژنې كېس په مهال ٬ په خاص توګه تېر كال د پاكستاني نژاد امريكنيانو په پرله پسې ملاتړ د كانګرېس ښځينه غړې مېلاني سټينز بري مننه وكړه۔ ده ??وئ??ل دې پرله پسې ملاتړ د دغې دړدېدلې پېښې څخه وروستو د تاركين وطن با??ر بحالولو كښې مرسته وكړه۔ په دې موقعه مېلانی سټینز بری ??وئ??ل مونږ نیو میکسیکو كښې پاكستاني كميونټي د خپل كلتور برخه ګڼؤ۔دې د پاكستاني نژاد وګړي محمد افضل حسېن د وژنې غندنه كولو سره ??وئ??ل چې دا يو مشكل وخت وو او دا په يقيني توګه يو لويے زيان وو۔ سفیر د ګانګرېس مېرمنې غړې مېلاني سټينز بري ته د پاكستان دورې بلنه وركړه كومه چې هغې قبوله كړه۔