اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره په پاکستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدم ليدلي۔ د ملاقات په مهال د دواړو ګاٶنډي هېو??دو??و ترمېنځه د ورورولۍ په نزدې اړيكو زور رواړولو سره انوارالحق كاكړ د دې لا قوي لپاره د پاكستان د مضبوط عزم پخلے وكړو۔ د وزيراعظم آفس م??ډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ د دواړو هېو??دو??و ترمېنځه اقتصادي او د سلامتيا په څانګو كښې مرسته زياتولو ته د پام كولو په ضرورت زور رواړو۔ وزيراعظم په دې خبره هم رڼا واچوله چې د مند پشين د پوله ايز بازار په دې وروستيو كښې پرانسته به نه يوازې د پوله ايزو سيمو معاشي پرمختګ كښې مرستياله وګرځي بلكې د دواړو هېو??دو??و د اولس بهترۍ لپاره د كار كولو د اجتماعي عزم مظهر به هم ثابت شي۔ د ايران صدر “ګاٶنډيان د ټولو نه وړومبې” پاليسۍ حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل د ايران د صد?? دا پاليسي سيمه ايز پرمختګ او روابطو لپاره د پاكستان ژون سره په بشپړه توګه همكاره ده۔ وزيراعظم دواړو هېو??دو??و لپاره د خپل ځانګړي جغرافيائي محل وقوع څخه د ګټې پورته كولو په اهميت زور رواړو دغسې چې د زيات تجارت د لارې سيمه ايز امن، روابط او د خوشحالۍ مشتركه مقاصدو ته وده وركړې شي۔ د ايران سفير په دې موقع ووئيل ايران دوه اړخيزه اړيكې په خاص توګه معيشت، توان او د سلامتيا په څانګو كښې اوسنې مثبت سمت مخ په وړاندې بوتللو كښې خوښي لري