اسلام آباد۔18اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مر??ضی سولنګي وئيلي دي چې ټول ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده چې كله هم هېواد كښې ټول ټاكنې كېږي نګران حكومت به د الېكشن كمېشن مر??ته كوي۔ د ج??عې په ورځ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې دوفاقي كابينې اولنۍ غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ??وئيل ټوله نګران كابينه به د آئين او قانون لاندې او د خپل سوګند له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره ??ولو بشپړه هڅې كوي۔ ده ??وئيل د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو چیف الیکشن کمشنر راجه سکندر سلطان سره زما ملاقات شوے په كوم كښې چې ما هغه په هېواد كښې د آزادو او سپېځلو ټاكنو په كولو كښی مر??تې او ضروري تقررۍ او تبادلو لپاره د الېكشن كمېشن په سفارشاتو د عمل درآمد حوالې سره د وفاقي كابينې عزم څخه خبر كړو دغسې چې هېواد كښې د آزادو ټاكنو عمل باوري كړې شي۔ ده ??وئيل د كابينې غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د ټاكنو په ورځ به اولنې ووټ نګران وزيراعظم او بيا كابينه كاروي۔ ده ??وئيل كابينې د هېواد معاشي صورتحال په نظر كښې نيولو سره سركاري خرڅونو كښې د كمي پرېكړه كړې ده۔ مر??ضی سولنګی ووئيل چې مونږ په زياته بيعه پېټرول اخستلو سره اولس ته په ټيټه بيعه د وركولو متحمل كېدې نه شوو۔ ده ??وئيل آئي اېم اېف سره د لوظنامې له امله حكومت په څيزونو سبسډي نه شي وركولې۔ نګران وفاقي وزير ووئيل حكومت اقليتونو سره ??لاړ دے او چاته به د مذهب ٬ رنګ يا ذات په نوم د چا په نښه كولو اجازه وركولې نه شي۔ ده ??وئيل په جړانواله پېښه كښې ككړ كسان به خپل انجام سره ??خ كولې شي۔ ده ??وئيل په جړانواله پېښه ټولو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده ??وئيل د اقليتونو تحفظ باوري كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې په ټولنه كښې د خپرې شوې تنګ نظرۍ ٬ انتها خوښۍ او عدم برداشت مخنيوي له په هېواد كښې صوفي ازم ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ ده ??وئيل د وفاقی کابینې په غونډه كښې وزيراعظم په هېواد كښې د انفراسټركچر په تعمير زور رواړو۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې مر??ضی سولنګي ووئيل بې وزلي او ګراني يو حقيقت دے٬ دې څخه څوك انكار كولې نه شي٬ دا هم حقيقت دے چې په پټروليم مصنوعاتو كښې د اضافې دلاسه ګراني زياته شوې ده۔ ده ??يډيا ته باور وركړو چې حكومت به په قومي خزانه فشار كمولو له خپله خرڅونه كم كړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل هېواد كښې ټول ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده او نګران حكومت به په دې لړ كښې د الېكشن كمېشن بشپړه مر??ته كوي۔ د پاكستان تحريك انصاف د مشرتابه په ضد د روانو قانوني مقدماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د دوئي په ضد عدالت كښې د مقدمو سماعت روان دے٬ حكومت په دې كښې كوم فريق نه دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل نګران كابينه يوازې په 16 غړو مشتمل ده ??ه كومه كښې چې صلاحكاران او خصوصي مر??تيالان هم شامل دي۔ده د دې عزم پخلې وكړو چې نګران حكومت په كوم ډول سېنسرشپ باور نه لري٬ په هېواد كښې د رايې آزادي باوري كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ په دې مهال پرنسپل انفارمېشن آفیسر او اېم ډي اے پي پي محمد عاصم كھچي هم موجود وو۔