لاہور ۔14جون (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې هنرمندان زمونږ هويت او ملي اثاثه دي، هنرمندان د هېواد د كلتور او د قامي تشخص په وده کښې مهم کر??ار لري۔ دې دا خبرې د فلم، سټېج او ټي وي هنرمندانو سره د خبرو پر مهال وكړې كومې چې دې سره ??لا??ات وكړو۔ هنرمندانو د راتلونکي مالي کال په بجټ کښې د فلم فنانس فنډ او هېلتھ انشورنس لپاره د زيات رقم په مختص كولو د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزيرې مننه وكړه۔ دوئي وزيراعظم شهباز شريف او د اطلاعاتو وف??قي وزيرې ته دوئي لپاره په هلو ځلو كولو د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كړې۔ په دې موقع د اطلاعاتو وف??قي وزيرې ووئيل چې د ټولنې پرمختګ لپاره د تخليقي سوچ ډاډګيرنه ضروري ده۔ دې ووئيل د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې د فلم فنانس فنډ لپاره دوه اربه روپۍ او د هنرمندانو هېلتھ انشورنس لپاره يو ارب روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ وف??قي وزيرې ووئيل د فلمي صنعت وده او بحالول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ دې ووئيل په ټوله نړۍ كښې د پاكستان مثبت او روښانه تشخص ته وده وركول د وخت مهمه اړتيا ده۔ فلمونه د یو هیواد د کلتور، تاریخ، اقدا??و ، ورثې او سېلګرۍ د رامخې ته كولو سبب ګرځي۔ د اطلاعاتو وف??قي وزيرې د هنرمندانو د ستونزو د هوارولو او په تېر وخت كښې د هنرمندانو د شوې حق تلفۍ ازالې كولو باور وركړو۔ هنرمندانو د اطلاعاتو وف??قي وزيرې مريم اورنګزېب ته يوه ګلدسته ډالۍ كړه۔