اسلام آباد۔ 14جون(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 7 كېسونه رپورټ ش??ي او د 7 نورو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د شورؤ به ورځ د روغتيا قومي ادارې (اېن آئي اېچ) لخوا ?? جاري شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس1 زره 877 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 7 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره مثبت شرح 0.37 فیصده پاتې شوه۔ په دې مهال د كورونا د لاسه كوم رنځور په حق ??ه دے رسېدلے بيا هم د 7 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔