اسلام آباد۔31مئی (اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي د قدر وړ خدمتونو په ترسره كولو او قربانيو په وركولو د وطن شهيدانو ته د درناوي مراتب وړاندې كولو سره وئيلي دي چې اولس به د شهيدانو قربانۍ كله هم هېرې نه کړي او تل به يۍ احسانمند پ??تے وي۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخ??ا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د شهيدانو كورنيو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او دوئي سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ صدر مملكت د مئي په 18 مه نېټه باجوړ كښې د شهيد شوي اهلكار شفيق الرحمن كورنۍ سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ دغسې ??ه د مئي په 24 مه نېټه په دته خېل كښی د شهيد شوي جواد خان او سعيد الله كورنۍ سره هم تماس ونيولو۔ صدر مملكت په دې مهال د قدر وړ خدمتونو په ترسره كولو او قربانيو په وركولو د وطن شهيدانو ته د درناوي مراتب وړاندې كړل۔ ده ووئيل اولس به د شهيدانو قربانۍ كله هم هېرې نه کړي او تل به يۍ احسانمند پ??تے وي۔ ??ه د شهيدانو هېواد سره د مينه جذبه او د فرض ترسره كولو شوق وستائلو۔ ??ه د شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه