اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) صدر ډاكټر عا??ف علوي د خېبر پښتونخوا د پخوانو قبائل?? سيمو ضم شو?? ضلعو پرمختګ ته د پام ګرځولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د ترهګرۍ د لاسه د پخوانۍ فاټا سيمو د صحت او زده كړې څانګې زياتې ځپلې ??وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شو?? بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د فاټا د ضم شو?? ضلعو قبائلي مشرانو سره په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د قبائلي مشران?? تعلق مومند ، باجوړ، خېبر، اورکزئۍ، کرم، جنوبی وزیرستان، شمالی وزیرستان او اېف آر پېښور /کوهاټ سره وو۔ ده ووئيل د بده مرغه په تېر وخت كښې د خېبر پښتونخوا پخوانو قبائل?? سيمو ته خاص پام ونه كړے شو۔ پخوانۍ فاټا وروستو پاتې شوې ٬ د دې پرمختګ ته به خصوصي پاملرنه كول وي۔ صدر مملكت ووئيل د ترهګرۍ د لاسه د پخوانۍ فاټا سيمو د روغتيا او زده كړې څانګې زياتې ځپلې ??وي ٬ كومو ته به چې په ترجيحي بنيادونو ترقي وركول وي۔ ډاكټر عا??ف علوي ووئيل د قبائل?? سيمو په اولس كښې د محرومۍ احساس لرې كولو له به دوي ته د روزګار يو برابر موقعې وركول وي۔ صدر مملكت هېواد لپاره د پخوانۍ فاټا د اولس قربانۍ هم وستائلې۔ قبائلي مشرانو صدر مملكت د خپلو سيمو ستونزو په اړه خبر كړو۔ دوي ووئيل د سړكونو او د روغتيا ٬ زده كړو او توان بنيادي آسانيو كمي د لاسه د ضم شوؤ ضلعو اولس مسئلې ??ياتې شوې۔ دوي ووئيل په سيمه كښې د پرمختګ صلاحيت موجود دے كوم څخه به چې بشپړه استفاده كول وي۔ قبائلي پلاوي په سيمه كښې د پرمختيائي كارونو زر تر زره بشپړولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د وفاقي حكومت لخوا پخوانۍ فاټا لپاره بېل كړے فنډز دې په صحيح ډول وكارولے شي