اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) الېکشن کمېشن پاكستان د واړه اختر رخصتيو له امله په پنجاب كښې د صوبائي اسمب??ۍ ټاكنو لپاره كانديدانو ته د ګوند ټكټ جمع كولو او د نخښو وركولو نېټه 26م اپرېل مقرر كړې ده۔ د زيارت په ورځ په دې لړ كښې د كمېشن لخوا په جاري اعلاميه كښې وئيلي شوي د اپرېل د 21مې نه تر 25مې نيټې ?? واړه اختر سركاري رخصتۍ دي ٬ الېكشن كمېشن د صوبائي اسمب??ۍ ټاكنو لپاره كانديدانو ته د ګوند ټكټ جمع كولو او د نخښو وركولو نېټه 26م اپرېل مقرر كړې ده ۔ دا ئې هم وئيلي دي د كمېشن لخوا د وړاندې نه د جاري اعلاميې له مخې په پنجاب كښې به د صوبائي اسمب??ۍ ټاكنې د مئي په 14مه نيټه كېږي