ملګري ملتونه 18اپرېل(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي چې ماحولياتي بدلونونه د پاكستان د كركيلې څانګې ته زيات زيان رسوي چې ورسره ?? خوراك په برخه كښې په خپلو پ??و ولاړ هېواد د خوراك كمي سره مخ كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه پاكستاني استازي د ملګرو ملتونو د فوډ اېنډ اېګریکلچر آرګنائزېشن ( اېف اے او) لخوا راجوړه كړې شوې يوه مباحثه كښې وكړه۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلونونو ناوړه اغېز د لاسه مونږ له درې كلونو راهېسې ګڼ اړخيزه ستونزو سره مخ يؤ۔ ده ووئيل پاكستان په يو وخت كښې د خوراك په برخه كښې په خپلو پ??و ولاړ هېواد وو٬ د پاكستان د افرادي قوت 38 فيصده برخه د كركيلې څانګې سره ??ړون لرلو او د كال 22۔2021 په مهال د پاكستان په جي ډي پي كښې د كركيلې برخه 22.7 فيصده وه۔ د ماحولياتي بدلونونو د لاسه زمونږ پېداواري ??لا??يت پرله پسې كمېږي۔ ده ووئيل د تېر كال سېلاب دلاسه په 4.4 ملین اېکړ رقبه ولاړ فصلونه ډوب شول۔ پاکستانی استازي د ملګرو ملتونو دې خبرې سره ??تفاق وكړو چې نړيوال مالياتي نظام په اخلاقي توګه ديواليه شوے دے۔ خلق غېر يقيني او غېر متوقع شاكس سره مخ دي او سره ?? دې هغوي مرسته ترلاسه كولې شي۔ ده دا حقيقت په ډاګه كولو سره ووئيل چې مونږ له به په نړيوال مالياتي نظام كښې د مېشته كمو لرې كولو هڅې كول ??ي۔