اسلام آباد 12 اپرېل (اے پی پی) د كورنيو چارو و??اق?? وزير رانا ثناﺀ الله خان په مشرۍ كښې د غنمو٬چي??و ٬سرې او نورو ضروري څيزونو قاچاق مخ نيوي ??ه اړه دوهمه غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې په قاچاق كښې د ككړو افسرانو او عملې په ضد د سختې كاروائي٬د ادارو جوائنټ آپرېشن او انټیلیجنس شيئرنګ د كارولو پريكړه وشوه ۔په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د تجارت و??اق?? وزير سيد نويد قمر٬د نېشنل فوډ سيكورټي و??اق?? وزير طارق بشير چيمه٬د صنعت وزير مخدوم مرتضٰی محمود٬د ريونيو خاص مرستيال طارق محمود پاشا٬داخله سېكرټري علي مرتضٰی٬د فېډرل بورډ آف ريونيو چيئرمېن آصف احمد او و??اق?? او د صوبائي ادارو استازو هم ګډون وكړو۔د كورنيو چارو و??اق?? وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئېل ضروري څيزونه د هېواد نه بهر قاچاق كېدل د يو بېړنې صورتحال سبب جوړېږي٬تر ټولو وړومبے چې كوم خلق دې غېر قانوني كار سره منسلك دي او په دې كښې سهولت كار دي د هغوي په ضد به سخته كاروائي كولې شي ۔ده هدايت وكړو چې په جوائنټ چيك پوسټس او جوائنټ پټرولنګ عملدرآمد دې زر تر زره باوري كړے شي٬د پولو كنټرول نظام به هم لا فعاله كول وي او دې سره په بين الاصوبائي تګ راتګ باندې هم نظر لرلے شي۔ده ووئيل په ضروري څيزونو ټريك اينډ ټريس سسټم لګولو عمل دې هم باوري كړے شي