اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم ?? داخله او قانوني چارو خصوصي مرستيال عطا تارړ وئيلي دي د حكومت لخوا اټارني جنرل په اعتراضونو مشتمل خواست د عدالت عظمی درې كسيزه ته وړاندې كړې دې٬ د وفاقي حكومت دريځ دے چې 7 كسيزه بېنچ پټیشن خارج كړې دې او دې څخه وروستو د عمل درآمد پټېشن ګنجائش نه پاتې كېږي۔ 9 كسيزه بېنچ نه بلكې په 6 ججانو مشتمل نوې بنچ جوړولو سره دې دې قانوني او آئيني نكاتو ته وكتلې شي۔ ده وو??يل هيله ده چې د انصاف تقاضې به ترسره كړې شي۔ ده د ګل په ورځ سپريم كورټ څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ ده وو??يل نن چې څه وخت په سپريم كورټ كښې كارروايي پېل شوه نو اټارني جنرل په اعتراضونو مشتمل خواست سپريم كورټ ته وړاندې كړو۔ په خواست كښې وئيلې شوي چې د ټاكنو كولو په اړه د سپريم كورټ د 7 كسيزه بېنچ پرېكړه د 4 ، 3 تناسب سره راغلې ده۔ څلور ججانو دا پټيشن مسترد كړې۔ سپريم كورټ دا كېس نه شي اورېدلې۔ دا بيا هائي كورټ ته لېږل وو۔ سپريم كورټ په دې كښې از خود نوټس نه شي اخستې۔ دې څخه وروستو د عملدرآمد ګنجائش نه پاتې كېږي۔ ده وو??يل د 29 مارچ د جسټس فائز عيسی پرېكړه هم د اعتراضاتو په فهرست كښې شامل ده۔ ده وو??يل په هېواد كښې په يو وخت ټاكنې كولو له آئيني تقاضا دا ده چې عبوري حكومتونه جوړ شي٬ د آرټیکل 224 په موجودګۍ كښې د جلا جلا ټاكنو كولو ګنجائش نشته۔ ده وو??يل صدر مملکت د ټاكنو نیټې وركولو اختيار نه لري دا اختيار د الېكشن كمېش?? وي۔ ده وو??يل مونږ ګورو چې درې كسيزه بنچ زمونږ په خواست څه پرېكړه كوي۔ هيله ده چې انصاف تقاضې به ترسره كړې شي۔ ده وو??يل مونږ ټاكنو پلو ځو داسې نه شي كېدې چې د يو تن په خوښه د ټاكنو نېټه اعلان كړې شي