اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی)د تجارت وزارت وئیلي چې پاکستان له اسراییلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او نه يۍ د یو خپلواکه هېواد په توګه تسليموي٬ پاکستان له اسراییل سره ??ود??ګریزې یا بانکي اړیکې نه لري۔ د اتوار په ورځ د تجارت وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کښې وئيلې شوي چې په سوشل ميډيا دا اطلاع ور??ړې شوې چې د پاكستاني فوډ پروډكشن اولنې برآمدي كھېپ اسرا??يل ته رسېدلې كوم چې د امريكې جيوش كانګرېس نيويارك هېډ كوارټر څخه د جاري كړې شوي بيان له مخې پاكستاني نژاد يهودي تاجر مسټر فشيل بېن خلد لېږلې وو۔ دې لوظنامې ته په دې ور??ستيو كښې په متحده عرب امارات كښې يو تجارتي نندارتون كښې حتمي شكل ور??ړے شو۔ وزارت د دې خبرې سپيناوې وكړو چې پاکستان له اسراییلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او د یو خپلواک هېواد په توګه یې هم نه تسليموي٬ پاکستان له اسراییل سره ??ود??ګریزې یا بانکي اړیکې نه لري۔ پاكتسان كسټمز تصديق كړې دې چې پاكستان څخه اسرا??يل ته كوم كھېپ نه دے برآمد كړے شوے۔ كه د كوم درېم هېواد د لارې د پاكستان كوم سامان يا غله برآمد كولے شي نو دا د اسرا??يل په شمول د نړۍ كوم هم هېواد ته د پاكستان برآمدات وئيلې كېدې نه شي۔ برآمدي كھېپ نه خو نېغ په نېغه اسرا??يل ته برآمد كړے شو او نه كوم پاكستاني بېنك ته ادائيګي شوې ده٬ له دې كبله د پاكستان او اسرا??يل ترمينځه تجارت بې لارې كوؤنكې او د حقائق په ضد ګرځولے شي۔ د پاكستان حكومت په ډاګه كړې چې د پاكستان او اسرا??يل ترمينځه كوم تجارت نه دے شوے او د سوشل ميډيا په شمول په نور پلېټ فارمز د دروغو او بې لارې كوؤنكې پروپېګنډه كولې شي كوم چې هېڅ حقيقت نه لري۔