لاهور 12مارچ (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي چې محمد نواز شریف هېواد ته راتلونكې دې، بب?? شیر راروان دې ، محمد نواز شریف به هېواد ته په راستنيدو اوائي چې مونږ له څه كول دي، مسلم لیګ (ن ) به په ټاكنو كښې بشپړه برخه اخلي، كه د عمران خان حکومت وې نو هېواد به ډیفالټ شوې ؤ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ بھټه چوك كښې د مسلم لیګ (ن) تنظیمی غونډي ته و??نا كښې وكړه۔په دې موقع پرخواجه سلمان رفیق، خواجه عمران نذیر، ??اسین سوهل، میاں نصیر احمد، رانا آصف ، چوهدری سجاد احمد، قاری حنیف، رانا جعفر ، ریاض مغل، سعدیه تیمور او کنو?? نعمان پشمول د مسلم لیګ( ن) ن??ر لارښود او كارمندان ګڼ شمير كښې موجود ؤ۔ ده ووئيل د اقامه په بنیاد محمد نواز شریف نااهل ګرځولې شوې ؤ كوم چې يو سازش ؤ هغه يو زيرك سياستمدار دې ، د اتومي چاؤدنو په نتيجه كښې په پاكستان بنديزونه لګيدلې ؤ،ګراني زياته شوې وه خو هغه وخت پارلمان ، اولس او ټولي اداري د حكومت سره ولاړي وي، محمد نواز شریف اتومي چاؤدنو كولو سره د دښمن لاره نيولي وه۔ده ووئيل د هوائي ميدانونو جوړولو ، نوي ټیکنالوجی معارفي كولو او د اولس ښېګړي ګڼ شمير پروژي بشپړولو كريډت محمد نواز شریف ته ترلاسه دې، مسلم لیګ (ن) په دور حکومت كښې هېواد د پرمختګ پلو روان ؤ كوم چې د يو سازش ترمخه ختم كړې شو۔ده ووئيل بب?? شیر هېواد ته راتلونكې دې ټولو ته به معلومه شي مونږ له څه كول دي۔د عمران خان په اړه ده ووئيل د پی ټی آئی چیئرمېن په دور كښې جمهوریت ته زنجیرونه اچولې شوي،څلور كاله په هېواد كښې تماشا لګولې شوي ،هغه ټول ګند نن په ډاګه شوي ځكه چې سازش چري هم پټ نه پاتې كېږي۔