اس??ام آباد۔6مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف په سبی كښې د بلوچستان کانسټېبلری اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه ??ړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ځان مرګي بريد سخته غندنه وكړه او د دې په نتيجه كښې د شهيد شويو اهلكارو كورنيو سره يۍ خواخوږي او غمرازي ښكار?? كړه۔ وزيراعظم پېښه كښې ژوبل شويو ته د غوره طبي آسانيو وركولو هدايت هم وك??و۔ وزیراعظم ووئيل په بلوچستان كښې ترهګري په هېواد كښې د بې ثباتۍ د رامخې ته كولو ناوړه ايجنډې برخه ده۔ ده ووئيل خپله خاوره به د ترهګرۍ لعنت څخه پاك?? كړؤ۔ ده ووئيل د شهيدانو قربانيو ته س??ام كوؤ۔ وزيراعظم دعا وكړه چې پاك پروردګار دے پېښه كښې شهيد شويو ته لوړې درجې او غمجنيو كورنيو ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده پېښه كښې ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔