اسلام آباد۔1مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه ??روېز اشرف وئيلي دي چې د پي ټي آئي په شمول ټولو سياسي ګو??دونو ته د مذاكراتو بلنه وركوم ٬ په روانه وضعه كښې د مايوسه كېدو ضرورت نشته٬ باور دركوم چې د پاك پروردګار فضل سره به پاكستان كله هم ډيفالټ كېدو سره مخ نه شي٬ د حكومت په خوارۍ كښې هېڅ شك نشته٬ هيله ده چې په راروا??و څو ورځو كښې به معاشي استحكام پلو لاړ شؤ٬ بزنس كميونټي ته باور وركوم چې د هغوي د مسئلو حل له به په هر فورم غږ پورته كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اسلام آباد چېمبر آف كامرس لاندې بزنس رول ماډل ایوارډ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اسلام آباد چیمبر د هېواد په ټولو چېمبرز كښې زيات ښكلے دے۔چېمبر ته باور وركوم چې بزنس كميونټي سره به په ګډه د دوئي د مسئلو حل كولو له كردار ترسره كوم۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په شمول ټولو سياسي ګو??دونو ته د خبرو بلنه وركوم٬ سياستمدار د?? د يو بل عزت كولو سره رول ماډل جوړ شي۔ ده ووئيل په روانه وضعه كښې د مايوسه كېدو حاجت نشته۔ كه لويے څښتن ته منظور وي هېواد به كله هم ډيفالټ كېدو سره مخ نه شي۔ هيله ده چې په راروا??و څو اونيو كښې به معاشي استحكام پلو روان شؤ۔ ده ووئيل د بزنس كميونټي د مسئلو حل د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ دستورې ته د اسلام آباد چېمبر آف كامرس صدر احسن ظفر بختاوي هم خطاب وكړو۔