بيجنګ 01 فروري (ار پي پي)د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي ك?? چيانګ د پېښور په يو جومات د ګل په ورځ د ځانمرګي بريد په سختو ټكو كښې غ??دن?? وكړه چې پكښې د 100 څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د صدر مملكت ډاكټرعارف علوي په نا??ه په خپل پیغام كښې صدر شي جن پنګ د چين حكومت او اولس لخوا په ياده شوې پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان غمرازي او غم جنيو كورنيو او ژوبل شويو سره د يو والي څرګندونه وكړه۔د ترهه ګرۍ بريد غ??دن?? كولو سره ده ووئيل چې چين د هر ډول ترهه ګرۍ بشپړه مخالفت كوي او په منطقه او نړۍ كښې امن او سلامتيا باوري كولو له پاكستان سره مر??ته لا زياتولو ته چمتو دے۔ د چين وزيراعظم لي ك?? چيانګ هم وزيراعظم شهباز شريف ته د غمرازۍ پیغام رالېږلې دې