ابوظهبي 13 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي هنرمند افرادي قوت متحده عرب امارات ته لېږلو ته حكومت پام لرنه كوي ٬د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه تجارت كښې اضافه خوشبينه ده٬ابوظهبي چي??بر آف كامرس بورډ كښې د پاكستان سوداګر د ممبر په توګه موجودګي د متحده عرب امارات پرمختګ كښې د پاكستانۍ كميونټۍ د مهم كردار اعتراف دے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ابوظهبي چي??بر آف كامرس پلاوي ملاقات كړ?? چې مشري يې د چي??برچيئرمېن عبدالله محمد المزروعي كوله۔په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار٬سيد نويد قمر٬خواجه محمد آصف٬خواجه سعد رفيق٬مولانا اسعد محمود٬اورنګزېب٬طارق فاطمي او اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د يو اے اي مهم چي??بر آف كامرس پلاوي سره په ملاقات كولو ډېر خوشحاله شوي يو۔ده ووئيل د ابوظهبي چي??بر د متحده عرب امارات په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ادا كړے۔وزيراعظم ووئيل د متحده عرب امارات د قيادت وژن او دانشمندۍ په لږه موده كښې متحده عرب امارات د اقتصادي او سېلګرۍ مركز جوړ كړے۔پاكستان متحده عرب امارا?? سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې د شريكې عقيدې٬تاريخ او په اولسي كچه رابطو اډانه دي۔ده ووئيل مونږ متحده عرب امارات د خپل ګاونډي په حېث مهم سټرټيجك او اقتصادي شراكتدار ګڼو كوم چې منطقه كښې د امن٬استحكام او اقتصادي پرمختګ باوري كولو كښې مهم كردار ادا كوي او د شريك سماجي او اقتصادي پرمختګ صلاحيت لري۔وزيراعظم ووئيل ډېر خوشحاله شوے يم چې په دې وروستيو ورځو كښې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه تجارت كښې اضافه شوې۔وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو چي??برز ترمينځه د مرستې زياتولو ضرورت دے او مونږ به په پاكستاني چي??برز زور راوړو چې هغوي د ابوظهبي چي??بر سره نوې رابطې جوړې كړي۔وزيراعظم د ابوظهبي چي??بر غړو ډاډګيرنه كولو سره ووئيل هغوي دې د خپل كاروبار زياتولو له د ښو موقعو تجربه كولو لپاره د پاكستان دوره وكړي۔وزيراعظم ووئيل هنرمند افرادي قوت متحده عرب امارات ته لېږلو ته زمونږ حكومت پام لرنه كوي ۔دغسې په دې مهال د ابوظهبي چي??بر آف كامرس غړو په پاكستان كښې د كاروبار كولو او سرمايه كارۍ كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔