اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ وئېلي دي د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز به د پي ټي ??ئي غړي يو يو د قامي اسمبلۍ قواعد او ضابطو له مخې د استعفٰاګانو تصديق لپاره خپل چيمبر ته رابلي۔د زيارت پ?? ورځ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د پاكستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قرېشي ته په ليكلې شوي يو ځوابي خط كښې وئېلي شوي د كوم هم غړي استعفٰی منظورولو لپاره د قامي اسمبلۍ قواعد او ضابطو 2007 ٬د چيئر رولنګز٬د اعلٰی عدليې پريكړو له مخې اصول ښكار دي۔په خط كښې د قامي اسمبلۍ قواعد او ضوابط قاعده 43 ٬ د اسلام آباد هائي ??ورټ پريكړه د كومې چې سپريم كورټ هم توثيق كړے ٬حوال?? وركولو سره وئېلي شوي د پاكستان تحريك انصاف چې كومو غړو د اپرېل په 11مه نېټه كال 2022 د استعفي وړاندې كولو اعلان كړے ؤ هغوي د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د مئي ??ه 30مه نېټه كال 2022 د استعفٰی ګانو تصديق لپاره د 6 نه تر 10 جون رابللې وو خو په هغوي كښې كوم هم غړے د خپلو استعفٰی ګانو تصديق لپاره د سپيكر چيمبر ته رانغلو۔خط كښې وئېلي شوي د دې ټول صورتحال په تناظر كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر به يو ځل بيا غړي د خپلو استعفٰاګانو تصديق لپاره خپل چيمبر ته رابلي دغسې چې هغوي د قامي قامي اسمبلۍ قواعد او ضوابط قاعده 43 بي ذيلي قاعده(2)له مخې د خپلو استعفٰاګانو تصديق وكړي