اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان کائرہ وئيلي دي چې د هېواد او قام سباؤن لپاره به خپل عادتونه بدلول وي، په کفایت شعارۍ او د توان په بچت په سمدستي توګه عمل درآمد او په امپورټ بل قابو موندلو ته اړتيا ده، د 26 نه تر 28 بلیونه ډالره امپورټ بل كښې پرله پسې اضافه كېږي۔د نهي په ورځ د وفاقي کابینې غونډي نه پس پرېس کنفرنس ته وينا كښې د وزیراعظم د ګلګت بلتستان او كشمير چارو صلاحكار قمر زمان کائرہ ووئيل پاکستان پیپلز ګوند د خپلې ورثے له مخې د حکومت بشپړه ترجمانی کولو سره بلاول ب??ټو زرداری د اولسي هيلو له مخې د پاکستان ، د کشمیریانو ، په هند كښې د مېشته مسلمانانو او د اقليتونو مقدمه نړۍ ته وړاندې كړي، زمونږ هېواد تر ټو??و زيات د ترهه ګرۍ ښكار هېواد دې،د ترهه ګرۍ له امله پاکستان ته تر ټو??و زيات ځاني او مالي زيان شوې،بلاول ب??ټو زرداری د ملګرو ملتونو کنفرنس كښې هم دا غږ پورته كړې دې د كوم په ضد چې هند لوئ چغي وهلي دي،څو څ?? هم چې وي كه د سر بيعه وي ، مونږ د سرونو پرواه نه كوو،د پاکستان مقدمې څخه به په شا نه شو،د انسانیت مقدمه به وړاندې كوو،هم دا زمونږ پريكړه ده او مونږ په خپل ليډر او په خپل وزیراعظم فخر كوو او نن وزیراعظم او کابینې هغه ستائلې دې او ټول قام هغه سره ولاړ دې۔ده ووئيل په هېواد ??ښې دا مهال یقینا مشکل حالات دي،په میډیا كښې هم وئيلي كېږي چې هېواد ??ښې لوئ بحران دې۔ ده ووئيل اپوزیشن لیډر عمران خان هره ورځ په مونږ او د هېواد ??ه معیشت نوې بريد كوي چې هېواد ډيفالټ كيدو پلو روان دې،دا ډول خبرو سره څ?? هم نمه كېږي ، په دې موقع بايد د قام د اړخ?? هم رسپانس وكړې شي، د كار په وختونو كښې بدلون سره به څه خرابي نه كېږي بلكه د څه سوچ نه پس داسې شوي، د توان بچت اقدامات په سوب دې سره به د وګړو بچت هم وشي،د حکومت هم،فارن کرنسی بچت ب?? هم وشي۔