اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي ??ې د پاكستان په آئين كښې قامي ادارو ته بدې ردې وئيل او د دې د ??شر??نو د سپكاوې كولو ممانعت دے٬ هيله لرؤ چې حكومت به په دې لړ كښې د خپلو فرائضو نه ښه خبر وي او چا ته به د دې ډول حركت كولو اجازه ورنه كړي٬ د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ چيئرمېن نور عالم خان وئيل ??ې د قامي ادارو د سپكاوي كوٶنكي تن دماغي معائنه دې وكړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته نور عالم خان ووئيل په كومو سيمو كښې چې سېلاب راغلے وفاقي حكومت او اېن ډي اېم اے د دغې سيمو پارلماني غړي په اعتماد كښې اخستي٬ زما حلقه چارسده او چترال هم سېلاب ځپلې دي٬ سندھ كښې هم زيان شوې دې٬ هلته صوبائي حكومت او اېن ډي اېم اے پارلماني غړي په اعتماد كښې اخستي٬ سوئيلي پنجاب او د خېبر پښتونخوا صوبائي حكومتونو او د دوي ??شر??نو مرسته نه ده كړې او نه ئې مونږ سره مشاورت كړې٬د خېبرپښتونخوا او پنجاب حكومتونو نه يوازې مونږ نظر انداز كړي يو بلكې ټارګټ كړے ئې يو‘ زمونږ په ضد ناوړه مقدمې جوړوي زمونږ زمكې قبضه كېږي٬ په دوست محمد مزاري د پلار نيكه د درې څلورو سوو كالو په پخوانۍ زمكه كېسونه جوړ كړې شوي او په حبس بے جا كښې ساتلے شوې۔ ده ووئيل دوي خپل سياست لپاره سرلښكر هم نه دې بخښلې٬ كوم تن ??ې د معزز ججانو٬ او د ادارو ??شر??ن نه دي بخښلي ھغوي به مونږ څه وبخښي٬ مونږ د وفاقي حكومت نه ګيله كوٶ چې هغه د ادارو په ضد د خبرې كوٶنكي تن په ضد د آرټيکل سېکس له مخې كاروائي ولې نه كوي۔ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل د پاكستان په آئين كښې قامي ادارو ته بدې ردې وئيل او د دوي د ??شر??نو د سپكاوې كولو ممانعت دے هيله لرو چې حكومت به په دې لړ كښې د خپلو فرائضو نه ښه خبر وي او چا ته به د دوي د سپكاوي اجازه ورنه كړي