اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري په مېډرډ كښې د سوشلسټ انټرنېشنل (اېس آئي) په 26م كانګرېس كښې د پاكستان نمائندګي كړې ۔ په دې موقع وفاقي وزيرې د كانګرېس ګډون كوٶنكي پاكستان كښې په دې وروستيو كښې د بارانونو او سېلاب له امله د شوې تباهۍ نه اګاه كړل۔ دې ووئ??ل د سېلاب له امله د پاكستان 90 ضلعو نه زياتې ځپلې شوي او سندھ او بلوچستان صوبې زياتې ځپلې شوي۔ دې ووئ??ل د سېلاب له امله33 مليونه كسان ځپلې شوې او 1700 پحق رسېدلي او د دې نه علاوه معيشت ته د 40 اربه ډالرو زيان رسېدلے ۔ شازيه مري د بريفنګ په رڼ كښې سوشلسټ انټرنېشنل د موسمياتي بد??ون په نتيجه كښې د سېلاب له امله په رامخې ته شوې تباهۍ پاكستاني اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه ٬ د سوشلسټ انټرنېشنل په اعلاميه كښې وئيلي شوي د پاكستان اولس د موسمياتي بد??ون اثرات سره مخ دے٬ دې لپاره نړيواله ورورولۍ له د پاكستان بشپړه ملاتړ او مرسته پكار ده۔