اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سردار اياز صادق د اسلام آباد هائي کورټ په نوې ودانۍ كښې د عارضي قانوني س??ولت مر??ز پرانستې دستورې په مهال وئيلې دي د جنرل مشرف دور نه پس ډېر څه بدل شوي ٬ وكيلان د قانون حكمرانۍ لپاره اودرېدلې ٬ د مارشل لاء بيانونو په اورېدو خفه شوے يم ٬ جمهوري نظام قوي كول غواړو، كوم مشران ??ې د مارشل لا ء خبرې كوي ٬ دوي له د ماضي نه زده كړه پكار ده۔ د دې نه وړاندې د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس جسټس اطهرمن الله په شاهراه دستور د اسلام آباد هائيکورټ په نوې ودانۍ كښې د عارضي قانوني س??ولت مر??ز پرانسته وكړه۔ په دې موقع د اسلام آباد هائيکورټ ججز، سېشن ججز، د قانون پخوانې وزير اعظم نذير تارړ،د سپريم کورټ بار صد?? عابد زبېر، پخوانې صد?? احسن بھون، د هائيکورټ بار ايسوسي ايشن صد?? شعېب شاهين، د اسلام آباد بار صد?? حفيظ الله يعقوب، د اسلام آباد بار کونسل نمائندګان هم موجود وٶ، په عارضي س??ولت مرکز كښې به بار روم، اټارني جنرل آفس، اېډووکيټ جنرل آفس او کېفے ټيريا وي