اسلام آباد??25 اکتوبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني نن د نهې په ورځ ماسپخين پيپلز كنسلټېټيو اسمبلي فورم ته خطاب كو??۔ د نهې په ورځ سېنېټ سېكرټرېټ څخه د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن به په خپل خطاب كښې د موسمياتي بدلون او اسلاموفوبيا په څير بنيادي چېلنجونه په ډاګه كو??و سره سره د دې مخنيوي لپاره سفارشات مرتب كو??۔ دا خبره دې ياده ووئي چې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د انډونيشيا په بنډونګ ښار كښې د ورلډ پیپلز کنسلټېټیو اسمبلی فورم د پرانستې غونډه كښې ګډون كو??۔ دې نه وړاندې محمد صادق سنجراني د انډونيشيا د اولسي مشاورتي اسمبلۍ سپيكر لخوا د مندوبينو په درناوي كښې د وركړې شوې ناشتې مېلمستيا په م??قعه د نړۍ بېلو مندوبينو سره م??اقاتونه وكړل او دوئي سره يۍ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ صادق سنجرانی د او آئي سي غړو هېوادونو پارليماني ائتلاف ( پی آئي یو سی) عمومي سېكتر سره هم ملاقات وكړو او اسلامي نړۍ ته پ?? پېښو مسئلو ئۍ ورسره ګټورې خبرې وكړې۔