اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې مسلمانان د ربيع الاول او د نبي علېه السلام د ولادت مناسبت او د هغوي (ص) د پاك ژوند حوالې سره د خپل عقيدت څرګندونه ??وي۔ د روان كال په مهال د وزيراعظم نواز شريف په هدايت او د مذهبي چارو وزارت په مرسته نن د اتوار په ورځ نړيوال سيرت كنفرنس كېږي چې سرخط يۍ ”اخلاق” غوره كړے شوے دے۔ كنفرنس ته به صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف خطاب كوي او د رابطه عالم اسلامي عمومي سېكتر الشېخ ډاكټر محمد بن عبد الكريم العيسی به د خاص مېلمه په حېث په دې كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې حافظ طاهر محمود اشرفي وو??يل سياست د دين بايد تابع وي نه دين د سياست۔ ده وو??يل نبي علېه السلام ټولو عالمينو لپاره رحمت جوړ كړې شوې رالېږلې شوې وو مونږ له به د هغوي (ص) په سيرت طيبه عمل كول وي۔ ده وو??يل دا مهال د هېواد 70 فیصده سيمې د سېلاب د لاسه ستونزو سره مخ دي٬ مونږ له به په قرآن او سنت عمل كولو سره د سېلاب ځپليو مرسته كول وي۔ ده وو??يل تېره ورځ عمران خان تور ولګولو چې ځينې عناصر هغه د مذهب په نامه قتل كول غواړي ۔ ده پوښتنه ??كړه چې كوم عالم دين د هغه د وژل فتوی وركړې ده؟ عمران خان دې د دې ځواب وركړي۔ ده وو??يل د پي ټي آئي د غړو لخوا د مسجد نبوي (ص) پېښې نه ??روستو پاكستان علماﺀ كونسل ته يو شمېر خواستونه ترلاسه شول ولې علماﺀ كونسل ټول عمري له د مفاهمت خبره كړې ده۔ ده وو??يل د عمران خان لخوا سياست جهاد ګرځول سم نه دي۔ ده وو??يل كه تحريك لبېك او لال مسجد سره تعلق لرونكي د جهاد د لارې د بدلون خبره كوي نو په هغوي بندېزونه ??ګي ولې عمران دغسې پرېښودلې شوې دې۔ ده وو??يل سبا دې ټول ملت د نبي علېه السلام د ولادت ورځ په موقع كثرت سره درود او استغفار ولولي او دعا دې وكړي چې پاك پروردګار زمونږ ټول كارونه سم كړي او مونږ د دې م??ئلو څخه بهر كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل عمران خان اقتدار ته بېرته راتلل غواړي۔ هغه په خپل تېر حكومت كښې نظام كښې كوم بدلون راوستو چې اوس به يۍ راولي۔ ده وو??يل پاكستان علماﺀ كونسل ټول عمري په هېواد كښې د آئين او د دستور د ملاتړ خبره كړې او د طاقت دلارې د بدلون راوستلو تصور بايد ختم شي۔ ده وو??يل كه عمران په هېواد كښې بدلون راوستل غواړي نو سياسي هلې ځلې دې وكړي۔ دين دې سياست سره نه تړي