سمرقند 15ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ په سمر قند كښې ?? شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)مشرانو غونډې په موقع د تاجكستان صدر امام علي رحمان سره ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور وړ او تعميري اعلٰی كچ رابطو٬بين الپارليماني روابط٬دفاعي او امنيتي اړيكو لا قوي كولو په اړه ?? خيالاتو څرګندونه او د منطقې په خاص توګه په افغانستان كښې ?? امن٬استحكام او سلامتيا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔دواړو مشرانو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو پشمول په شريكه توګه د ګټورې دوه اړخيزه مرستې د ټولو اړخونو احاطه كولو سره تفصيلي خبرې وكړې۔تاجك صدر امام علي رحمان په پاكستان كښې ?? اوسني سېلاب له امله په شوي ځاني زيان او تباهۍ د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ځپليو كسانو مرستې او د بحالۍ په هڅو كښې ??ې د تاجكستان لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔وزيراعظم په پاكستان كښې ?? سېلاب ځپليو په مرسته د تاجكستان مننه وكړه او د موسمياتي بدلونونو په سبب د راغلې سېلاب له امله د شوې تباهۍ تفصيلات نه ئې هغه خبر دے ۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه په زياتې شوې سياسي٬تجارتي٬اقتصادي او كلتوري مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د دوه اړخيزه اداره جاتي لائحه عمل باقاعدګۍ سره ملاقاتونو او د توان په پروژو د عملدرآمد لپاره د شريكې ګټې مرستې په اهميت زور راوړو۔ده د كاسا 1000 پاور ټرانسمېشن پروژې په وخت بشپړولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ده د ګوادر او كراچۍ او تر تاجكستان د رسنې آسانۍ وركولو لپاره د پاكستان په تيارۍ زور راوړو۔دواړو لارښودو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم ?? خيالاتو څرګندونه وشوه او په منطقه په خاص توګه افغانستان كښې ?? امن٬استحكام او سلامتيا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔دواړو لارښودو د نزدې رابطې په ځاې ساتلو هم اتفاق وكړو۔وزيراعظم شهباز شريف صدر امام علي رحمان ته د پاكستان دورې بلنه وركړه او د تاجك صدر امام علي رحمان وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د تاجكستان دورې هم بلنه وركړه