اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)د م??ګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس وئېلي دي نړيوالې ورورولۍ له د سېلاب ځپليو ??رستې لپاره د پاكستان سره بشپړه مرسته پكار ده ۔هغه د جمعې په ورځ د نېشنل فلډ رسپانس كوآرډينېشن سنټر دوې په موقع د ??يا??اتو څرګندونه كوله۔په دې موقع وزي??اع??م محمد شهباز شريف٬د م??صوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل او نور هم موجود وو۔سېكرټري جنرل ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو ك??ې شامل دے كوم چې ماحولياتي بدلون سره مخ دي ۔د اوسني سېلاب او قدرتي آفت نه پس اېن اېف آر سي سي٬حكومتي ادارو او اېن جي اوز په ښه ډول د ځپليو ??رستې لپاره كار كړے۔ده ووئيل په دې سخت صورتحال كښې نړيوالې ورورولۍ له پاكستان سره مرسته پكار ده او د سېلاب ځپليو ??پاره خپل كردار ادا كول پكار دي۔ده ووئيل پاكستان سره زما ژوره رشته ده٬دا زما زړه ته نزدې دے۔پاكستان د افغان كډوالو كوربتوب كړے٬د ترهه ګرۍ له امله پاكستان ډېر زيان پورته كړے او د پاكستان اولس ډېر سخت وخت تېر كړے دے۔ده ووئيل نړيواله ورورولي به په دې سخت صورتحال كښې د پاكستان مرستې لپاره متحرك كوو۔وزي??اع??م شهباز شريف سېكرټري جنرل ته ووئيل د اوسني سېلاب نه پس د وفاقي او صوبائي حكومتونو پشمول پاك پوځ ځپليو ته هر ممكنه مرسته وركړی٬هغوي يې محفوظو ځايونو ته منتقل كړي او د خوراك څيزونه هم وركوي۔د سېلاب له امله په پاكستان ګښې په لويه پیمانه تباهي شوې٬زمونږ په وړاندې ډېر لوي چېلنج ولاړ دے٬په دې سخت صورتحال كښې د مرسته كوونكو بېلو هېوادونو او ادارو مننه كوو۔ده د م??ګرو ملتونو سېكرټري جنرل د پاكستان په دوره هم مننه وكړه۔سېكرټري جنرل ته په دې موقع په پاكستان كښې د سېلاب له امله د راغلې تباهۍ او د حكومت لخوا د ځپليو ??رستې لپاره په شوي اقدامات بريفنګ هم وركړے شو۔