اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سېلابي صورتحال قامي ايمرجنسي ګرځولو سره وئېلي دي په سندھ او بلوچستان كښې به ?? غېر معمولي تباهۍ صورتحال مخ نيوي لپاره قامي جذبه ښودل وي٬د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د ټول قام په خاص توګه د بهرنو هېوادونو پاكستانيانو عطيات ته ضرورت دے ۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب و??ئيل په ډې??ه لويه پېمانه د شوې تباهۍ په سب?? به زياتې پېسې پكار وي٬وفاقي حكومت صوبو سره په ګډه بشپړه هڅې كوي٬وسيلې كارولې شي٬د بارانونو او سېلاب په سبب د رېليف په كارونو كښې مشكلات رامخې ته كېږي۔د اولس په مرسته د ځپليو د رېسكيو كولو او رېليف عمل تندولے شي۔دې ووئيل د وزيراعظم فلډ رېليف فنډ 2022 كښې عطيات جمع كېدې شي۔۔دې ووئيل دننه او بهر هېوادونو كښې ټولو پاكستانيانو ته د زړه په اخلاص د عطيات جمع كولو خواست دے۔دا عطيات په اكاؤنټ (Prime Minister Relief Fund Account 2022 Account No. ‘G-12164) كښې جمع كېدے شي۔دې ووئيل بهر مېشته پاكستانيان د وائر ټرانسفر٬مني سروس بيوروز٬مني ټرانسفر آپرېټرز او د ايكسچېنج هاؤسز د لارې هم عطيات رالېږلے شي۔عطليات په ټولو كمرشل بېنكونو كښې هم جمع كېدے شي او د بېنكونو په ډراپ باكس كښې كراس چېك٬موبائل او انټرنېټ بينكنګ٬اے ټي ايمز٬اے بي اېف ټي د لارې هم راتللے شي