ډيره غازي خان 05 اګست (اے پي پي) وزيرِ اعظم شهباز شريف وئيلي دي سيلاب او د بارانونو له امله د ځپليو زيان ازالې لپاره شريكې سر??ے ته اړتيا ده دغسې چې حق دار ته د هغه حق ترلاسه شي ،سيلاب ځپليو له وركړې كيدونكې مرسته بايد په ځپليو خرڅ كړې شي ،چيف سيكرټري دې د ځپليو جائز ضروريات پوره كړي ، وفاقي حكومت د ځپليو مرستې له هر وخت چمتو دے۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم ډيره غازي خان، راجن پور او لسبيله كښې د سيلاب ځپليو سيمو دوره وكړه۔وزيرِاعظم شهباز شريف ته ډيره غازي خان ته په رسيدو د سيلاب له امله په شوي زيان ،ريليف او بحالۍ په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل سيلاب او د بارانونو له امله په حق رسيدلو له معاوضه په سمدستي توګه وركړې كېږي ،فصلونو او كورونو ته رسيدلے٬ د زيان شريكه سر??ے دې وكړې شي،په دې لړ كښې اين ډي اېم اے او پي ډي اېم اے ته هدايات جاري كړې شوي دغسې د پوځ معاونت لپاره د سر??ښكر سر?? خبره شوې هغوي به هم معاونت كوي۔ د?? ووئېل د دې شريكې سر??ے مقصد دا دے چې حق دار له خپل حق وركړے شي او كوم هم حق دار دې څخه محروم پاتې نشي۔د?? ووئيل د شريكې سر??ے ډيري ګټي دي ، د دې بشپړيدو نه پس به غونډه رابللې شي او انفراسټركچر،سړكونو،پلونو، كورونو او فصلونو ته د رسيدلې زيان ازالې له به پرېكړه كولې شي،د?? ووئيل د اولس روپۍ د چا جاګير نه دے ،بايد دا په اولس خرڅ كړې شي۔د?? ووئيل د سيلاب ځپليو بحالۍ لپاره به د صوبائي حكومتونو هرممكن مرسته كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د دړديدلې انسانيت خدمت له مخې د خوښې ن?? خوښې نه ځانله به په ګډه كار كول وي۔د بريفنګ په مهال وزير اعظم د پنجاب چيف سيكرټري ته سپارښتنه وكړه چې د ځپليو جائز غوښتنې حل كړي۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرِه مرېم اورنګزيب، خاص مرستيال عطاء الله تارړ ، د قامي اسمبلۍ غړي رياض محمود خان مزاري، اسلم بھوتاني او د اين ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل اختر نواز هم د وزيرِاعظم سر?? وؤ۔د پنجاب اسمبلۍ غړي اوېس لغاري هم وزيراعظم ته د ځپليو سيمو په صورتحال بريفنګ وركړو۔ دغسې وزيرِاعظم ته هلته سيلاب ځپليو ته په مرسته تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ت?? ووئيل شول سيلاب او د بارانونو له امله 104 كسان مړه شوي ،فصلونو او كورونو ته زيان رسيدلے۔ په دې مهال وزيرِاعظم ډيره غازي خان كښې سيلاب ځپليو سر?? ملاقات هم وكړو۔