اسلام آباد۔02جون(اے پی پی)وزي??اع??م محمد شهباز شريف سره د تركيې د روغتيا وزير ډاكټر فرحتين ګوجا د زيارت په ورځ په انقره كښې ملاقات وكړو۔ د وزي??اع??م آف?? لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزي??اع??م د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ وزي??اع??م په تیرو دوه لسیزو كښې په ترکیه کښې د روغتیا نظام بدلولو كښې د ترك صدر طيب اردوان د كردار ستائنه كولو سره د تركيه لخوا پاكستان كښې د روغتيا په څانګه كښی د صحت خذماتو ٬ د دوايانو جوړولو ٬ ديجيټل صحت او تربيه او طب سره د اړوندو پېشه ورو وګړو د كار استعداد زياتولو لپاره په ګډه د پورته كړې شوي ګامونو ذكر وكړو۔ وزي??اع??م محمد شهباز شريف د كال 2005 زلزلې او د كال 2010 سېلاب په مهال پاكستان سره د تركيه لخوا شوې مرسته وستائله۔ ده په پاكستان كښې د زياتو سېلابونو نه وروستو په مظفر ګړھ كښې د طيب اردوان روغتون د جوړېدو هم ستائنه وكړه۔ د كورون?? وائرس په زړه پورې ډول مخنيوي لپاره په ګامونو پورته كولو تركيه ته مباركي وركولو سره وزي??اع??م شهباز شريف ووئيل د وبائي رنځونو د لاسه صحت ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي او د وېكسين په تيارولو كښې د دواړو هېوادونو ترمينحه مرسته بايد روانه وساتلې شي۔ د تركيه د روغتيا وزير د طبي آلاتو او دوايانو تيارولو ٬ د صحت سېلګرۍ او د كوالټي كنټرول په شمول د روغتييا په بېلو څانګو كښې د مرستې په امكانانو رڼ?? واچوله۔ ده ووئيل د تركيه د روغتيا وزارت يو پلاوې به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ د تركيه د روغتيا وزير ووئيل د روان كال په مهال به اكتوبر كښې په پاكستان كښې”پاک میډیکا اېکسپو اېنډ بزنس فورم“ كولې شي۔ ملاقات كښې په دې هم موافقه وشوه چې د روغتيا د ګډې وركنګ ګروپ دلارې به په متفقه څانګو كښې مرسته روانه ساتلې شي