لاهور ۔31دسمبر (اے پی پی) وزي??اع??م عمران خان وئيلي دي مونږ د ټولنې وروستو پاتې طبقو پرمختګ او خېر ښېګړې ??ه خاص پاملرنه كوؤ ٬ د مدينې رياست ماډل د كمزورو طبقو په خيال ساتلو زيات زور راوړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د لاهور جنرل هسپتال مخې ته په فېروز پور روډ د پناه ګاه لاهور پرانستې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د وزي??اع??م آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزي??اع??م اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې په پناه ګاه كښې د پاتې كېدونكو حفاظت او آرام باوري كولو له دې ټول ممكنه ګامونه پورته كړې شي۔ دې نه وړاندې وزي??اع??م ته بريفنګ وركړې شو چې په پناه ګاه لاهور كښې د 80 سړو او 20 مېرمنو پاتې كېدو ګنجائش موجود دے او دا پناه هر ډول ضروري آس??نۍ لري۔ معذوره وګړو لپاره آس??نۍ او مېرمنو لپاره بېل منزل د پناه ګاه لاهور مهم خصوصيات دي