اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت او د دې د ذيلي ادارو تر سيوري لاندې د قائد ورځې په لړ كښې لائټ شو وشوه، په شو كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خا?? سوري، د اطلاعاتو سېكرټري شاهيره شاهد او د اطلاعاتو د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په دستوره كښې د قائداعظم د پېغامات لګول شوي وو، د پارلمان پشمول په نورو ودانيو هم رڼاګانې جوړې كړې شوې وې او په لويه شمېره خلق راغلي وو. په لائټ شو كښې د آتش بازې مظاهره وشوه. دستورې ته په خپله وېنا كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خا?? سوري ووئيل چې پاكستان د نړۍ هغه يواځنې هېواد دے كوم چې د اسلام په نوم جوړ شوے. ده ووئيل چې په هېوا?? كښې اوسېدونكي ټول وګړي يو ډول حقوق لري. ده ووئيل چې قائداعظم محم?? علي جناح مونږ ته يو داسې هېواد راكړے چرته چې مونږ د اسلام په بنيادي اصولو عمل كولو سره ژوند تېرولې شو. ده ووئيل چې نن وزيراعظم عمران ??ان د هغه پاكستان هڅې كوي د كوم خوب چې قائداعظم محم?? علي جناح ليدلې و. ډپټي سپيكر قاسم خا?? سوري د قائد ورځې مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې قوم به د اتحاد، ايمان او تنظيم بنيادي اصول خپل كړي.