اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مستحكم اف??انستان د منطقې په ګټه دے٬ د اف??انستان موجوده صورتحال ډېر سنګين دے٬ د اف??ان اولس مرستې لپاره په دسمدستي توګه اقداماتو ته اړتيا ده، اف??انستان څخه ګاؤنډي هېوادونه د كډه كوؤنكو لاره نيولو لپاره په اف??انستان كښې مستحكم حكومت ته اړتيا ده٬ پاکستان د وړاندې نه د 30 لكه نه د زيات اف??ان كډوالو له څلورو لسيزو راهيسې كوربتوب كوي، هره ټولنه د انساني او د مېرمنو حقونو بېل تصور لري٬ مونږ ل?? به د دې حقونو پحقله د حساسيت ادراك كول وي، كه يو حكومت خپلو ملازمانو او طبي عملې ته تنخاګانو نه شي وركولې نو ھغه مستحكم نشي پاتې كېدې، د اسلامي مرستې تنظيم غړٶ هېوادونو له د فلسطين او كشمير كشالو حل لپاره په اړوند قراردادونو زور رواړل پكار دي، اسلامو فوبيا يوه اه?? مسئله ده٬ د نائن الېون نه پس دا تر خطر ناك حده زياته شوې ده، او آئي سي دې د دې مخنيوي لپاره خپل كردار ولوبوي، اف??انستان د اوسني بحران نه ويستلو لپاره دې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل كوټلې لائحه وضعه كړي، هيله لرو چې او آئي سي به د سوله ايز اف??انستان لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ??زيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل 17مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په غونډه كښې د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طهٰ، د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن ډاکټر محمد سلمان الجاسر، د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره دوهم عمومي سېكتر، د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان، د ترکيه خارجه وزير ميولت کاوسګلو، د اردون خارجه وزير اېمن الصفدي، د نائيجير خارجه وزير يوسف محمد او خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم وېنا وكړه۔ وزيراعظم عمران خان د ټولو ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم دا غېر معمولي غونډه د اف??انستان په روان بحران غور لپاره رابللې شوې ده٬ څومره ستونزې چې اف??ان اولس پورته كړې دي نور چا نه دي پورته كړي٬ د اف??انستان د وضعې له امله د ټولو نه زيات زيان پاكستان پورته كړې ٬ اف??انستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې كورنۍ جګړې سره مخ دے، زياتره آبادۍ ئې كډه كړې ده٬ د نړۍ يو هېواد د اف??انستان هومره ستونزې نه دي ليدلې۔ ده ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې په کنفرنس كښې ګډون كوٶنكي مېلمانه د اف??ان وضعې نه خبر دي۔ ده ووئيل د اف??انستان بېنکنګ نظام جمود سره مخ دے، د هر هېواد بېنکنګ نظام كښې چې جمود وي په ھغه هېواد كښې استحكام نشي راتلے٬ د اف??انستان مسئله د څلور كروړه انسانانو مسئله ده٬ په دې بحران كښې د مخكښې نه تاخير شوې دې٬ دلته د جوړ شوي ټولشموله لنډمهاله حكومت خارجه وزير د لګولې شوې دريو شرطونو پوره كولو لپاره عزم ښكاره كړې۔ وزيراعظم ووئيل په هره معاشره كښې د بشري حقونو او مېرمنو حقونو تصور شته ٬ د پاکستان د خېبر پښتونخوا كلتور اف??انستان سره سم دے۔ د ښاريو او كليوالو سيمو كلتور كښې واضح فرق دے٬ د پېښور كلتور اف??انستان سره د تړون لرونكو ښاريو نه مختلف دے٬ مونږ ل?? د بشري او مېرمنو د حقونو پحقله د حساسيت ادراك كول پكار دے۔ ده ووئيل د اف??انستان واكداران خپلو ملازمانو تر دې چې ډاكټرانو او طبي عملے له تنخا نشي وركولې٬ داسې يو حكومت نشي مستحكم كېدې٬ اف??انستان څخه په پاکستان كښې د ترهګرۍ لاره نيولو لپاره په ځائي كچه مستحكم حكومت ته اړتيا ده٬ پاکستان د اف??ان جنګ نه پس د اتيا زره كسانو قربانۍ وركړې٬ د سل اربه ډالرو نه زيات معاشي زيان رارسېدلې٬ د 30 لكه نه زيات اف??ان كډوالو د تېرو څلورو لسيزو راهسې پرله پسې كوربتوب كوو٬ كه په اف??انستان كښې امن او استحکام رانشي نو نور كډوال راتللې شي٬ ګرده نړۍ د كډوالو مسئلې سره مخ ده٬ ايران هم په اف??انستان كښې د عدم استحكام له امله نورو كډوالو سره مخ كېدې شي۔ ??زيراعظم ووئيل كه پرمختللې هېوادونو لپاره كډوال مسئله ده نو د پاكستان غوندې غريب هېواد څنګه د لكهونو په شمېر د كډوالو كوربتوب برداشت كولې شي٬ هيله لرو چې او آئي سي به سوله ايز اف??انستان لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ??زيراعظم ووئيل د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن لخوا په سمدستي توګه او د اٶږدې مودې اقدامات اهم دي٬ ده ووئيل د او آئي سي خارجه وزيران دې د اف??انستان د موجوده بحران حل لپاره يو واضح روډ مېپ سره رامخې ته شي دغسې چې په اف??انستان كښې د دې بحران خاتمه ممكن كړې شي۔ ??زيراعظم ووئيل د کشمير او د فلسطين د اولس سترګې هم زمونږ په پلو دي٬ د دوي بشري او د جمهوري حقونو خلاف ورزۍ روانې دي٬ دوي ته د ملګرو ملتونو لخوا په وركړې شوې حقونو هم عملدرآمد ونه كړې شو٬ مونږ ل?? به د او آئي سي فورم څخه په دې لړ كښې هم كردار لوبول وي۔ ??زيراعظم ووئيل اسلامو فوبيا د نړۍ تر ټولو لويه مسئله ده٬ د دې پېل د نائن الېون نه پس شوې كوم چې اوس تر خطرناك حد زيات شوې دے، په نيوزي لېنډ كښې په جومات دننه د 50 نه زيات مسلمانان شهيدان كړې شوي٬ په لويديز كښې د اسلام پيغام پحقله شعور نشته او د اسلام پحقله د فهم نشتوالي له امله خليج زياتېږي ٬ او آئي سي لپاره دا خبره اهمه ده چې ھغه په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي٬ لويديز د اسلام په ضد پروپېګنډه كوي، رحمت اللعالمينۖ اتھارټي به د ګردې نړۍ اسلامي پوهانو سره په مشاورت د دې ځواب وركوي۔ ??زيراعظم ووئيل مونږ رحمت للعالمينۖ اتھارټي جوړه كړے ده٬ دا اتھارټي به د ګردې نړۍ د اسلامي سكالرانو سره په مشاورت د اسلام حقيقي تشخص رامخې ته كوي۔ ده ووئيل اسلام يو دے او ھغه اسلام زمونږ د نبي حضرت محمدۖ دے٬ حضرت محمدۖ د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره رحمت للعالمينۖ دے څنګه چې الله تعاليٰ ټٶلو انسانانو لپاره رب العالمين دې دغسې حضرت محمدۖ رحمت للعالمين دے۔ ده ووئيل مونږ د رحمت للعالمينۖ اتھارټۍ د لارې ګرده نړۍ كښې د اسلام اصل تصور رامخې ته كوٶ۔ ده د او آئي سي غړو هېوادونو ته ووئيل چې ھغوي دې اف??انستان د بحران نه رابهر كولو لپاره كوټلې لائحه وضعه كړي٬ د اف??انستان مرسته كول زمونږ مذهبي فريضه ده، د اف??انستان زياتره آبادي د غربت نه لاندې ژوند كوي، دا د اف??ان اولس د بقاء مسئله ده٬ د اف??ان اولس مرستې لپاره په سمدستي توګه اقداماتو ته اړتيا ده٬ د اف??انستان موجوده صورتحال ډېر سنګين دے۔ ده ووېيل د ګردې نړۍ غوندې زمونږ معيشت هم د كورونا له امله ځپلې شوې دے۔