کراچۍ 10 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د کراچۍ وګړو لپ??ره د 35.5 اربه روپو په لګښت د ګرين لائن بس رېپډ ټرانزټ سسټم منصوبې پرانسته كړې٬ دا منصوبه د وفاقي حكومت لخوا د سندھ اولس او په خاص توګه د كراچۍ وګړو لپ??ره ځانګرې ډالۍ ده ٬ دي سره به د لويدېزو او مېنځنۍ ضلعو يو لك 35 زره مسافرو ته هر ورځ د جديد ترين سفري سهولتونو سره تر سنټرل ډسټركټ رسنه آسانه او محفوظ شي٬ په 21 کلوميټره اوږد ګرين لائن بس ريپډ ټرانزټ سسټم کوريډور 22 اسټېشنز٬ ټكټنګ رومز او برقي پاٶړۍ موجود دي٬ چرته چې د برېښنا د تعطل نه غېر وركړې باوري كولو لپ??ره هر وخت د بېك اپ جنرېټرز سهولت موجود دے٬ ګرين لائن بس سروس كښې ناريناٶ، مېرمنو او سپين ګيرو لپ??ره جلا دروازې مختص دي٬ د بس دواړو اړخو ته دروازې جوړې دي ٬ وړومبۍ دروازه مېرمنو لپ??ره ٬ دوېمه فېملي او درېمه ناريناٶ او هلكانو لپ??ره مخصوص كړې شوې۔ هر بس كښې خاص كسانو لپ??ره بورډنګ برج او ناستې لپ??ره خاص انتظام دے۔ د 150 مسافرو ګنجائش سره د اتلس ميټره اوږد ډيزل هائبرډ ا?? اېئركنډيشن بس سروس به د سرجاني څخه تر ميونسپل پارك 22 كلوميټره فاصله سر كوي٬ هر بس كښې معلومات او تشهير لپ??ره ډيجيټل سکرينز، سي سي ټي وي کېمرے هم نصب كړے شوي او په بس سټېشن موجود سهوليات كښې ايسکيليټرز، لفټ سروس شامل دي۔ د دې نه علاوه د مسافرو سهولت لپ??ره ټکټ وېنډنګ مشينز هم نصب كړے شوي٬ بس كښې د سيل فون چارجنګ پورټ سهولت هم موجود دے او فائر او حفاظتي سامان هم لګولے شوے۔ دلته دا خبره د ذكر وكړ ده د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په خاص خوښۍ لرلو د منصوبه بندۍ وفاقي وزارت او د سندھ انفراسټرکچر ډوېلپمنټ کمپنۍ د لارې دا پروژه تر سره كړې شوې