اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په سياچن كښې د پاك آرمي اېوي اېشن چورلكې په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔ د سېنېټ سېكټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې په پېښه كښې د شهيد شوي پائيلوټ مېجر راجه ذيشان او ميجر عرفان كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه شوې ۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه هم وكړه۔ د سبنېنټ ډپټيچيئرمېن سېنېټرمرزا محمد آپريدي، د حكومتي ډلې مشر ډاکټر شهزاد وسيم، د مخا??فې ډلې مشر سېنېټر سيد يوسف رضا ګېلاني هم په پېښه د افسوس څرګندونه ك??لو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره لاس نيوه كړې