اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي حکومت په خېبر پښ??ونخوا كښې د سېلګرۍ او كركيلې څانكې څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره ګامونه پورته كوي،تير كال ټول هېواد څخ?? ريكارد كسان د سېلګرۍ لپاره شمالي سيمو او خېبر پښ??ونخوا ته تللې و ؤ،د سېلګرۍ څانكې پرمختګ سره به د روزګار په زړه پورې موقعې راپيدا شي۔د شورو په ورځ وزيرِاعظم عمران خان سره د خېبر پښ??ونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيرِاعلي خېبر پښ??ونخوا محمود خان او چيف سيکټري خېبر پښ??ونخوا ډاکټر شهزاد بنګش ملاقات کړے۔ملاقات كښې د خېبر پښ??ونخوا په سياسي صورتحال او د سروس ډليوري ښه والې لپاره د حکومت په پورته كړو اقداماتو خبرې شوي۔دې نه ځانله صوبه كښې په روانو پرمختيائي پروژو او په خاص توګه د سېلګرۍ ودې لپاره د انفراسټرکچر ښه والې په پيشرفت هم بريفنګ وركړے واغستلے شو ۔ د زيتون، زعفران، بيرې شهدو او معدنيات په اړه د صوبې قدرتي استعداد څخه بشپړه ګټې پورته كولو لپاره د صوبائي حکومت اقدامات او د دې څانګو برآمدات زياتولو لپاره په اقدامات هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو ٬ دغسې وزيرِاعظم د پروژو ??ه ټاكلې موده كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه