اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ځوانان د پاکستان سباؤن دي، ځوانانو ته خپلواكي وركولو او په ځائي او ن??يو??لو منډيانو كښې دوئي د افرادي قوت برخه جوړولو له دوئي ته د ب??لو هنرونو ښودلو په لړ كښې ګامونه پورته كولې شي۔ هغه دا خبره د پاکستان تحريک انصاف يوتھ ونګ تحصيل ډس??ه صدر افنان علي ساهي سره د خبرو په مهال وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم كامياب جوان پروګرام كاروباري وګړو ته قرضې وركولو او دوئي تربيه كولو له په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل د ټولنې د وروسته پاتې طبقو سره مرستې او د هېواد سوکالۍ لپاره د ځوانانو رول ډېر مهم دے۔ په دې موقع د تحصيل ډسكه د پي ټي آئي يوتھ ونګ صدر د حكومت لخوا د ځوانانو په خپلو پښو اود??ول?? او دوئي ته د مالي قرضو او د هنر زده كولو موقعې وركولو له د حكومتي ګامونو ستائنه وكړه۔ افنان علي ساهي وفاقي وزير ته د پي ټي آئي يوتھ ونګ ډسكه په كنونشن كښې د ګډون كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه