ملتان 07 نومبر(ا?? پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه م??مود قريشي وئيلي دي چې پي ډي اېم په بهرنې اېجنډا كار كوي، د پي ډي اېم ګوندونه د فېډرېشن مخالف دي، په دې كښې د شاملو ګوندونو نه كومه نظريه شته او نه كومه اېجنډا، كه لا??ګ مارچ وي يا شارټ مارچ، يرېدونكي نه يو، پي ډي اېم دې د احتجاج او مارچ شوق پو??ه كړي، د تېر وخت ??شان به دې ځل ته هم پي ډي اېم مايوسه كېږي. تېره ورځ يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه م??مود قريشي ووئيل چې د حكومت رانسكورولو خواهش به خواهش پاتے شي، تحريك انصاف يواځنې ګوند دے كوم چې د فېډرېشن پلوي او قومي سياسي ګوند دے. ده ووئيل چې د پي ټي آئي اېجنډا قوي ده او د دې جرړې په ټول هېواد كښې خپرې شوې دي. ده ووئيل چې حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، د اسمبلې نه بهر خلق دې د وخت انتظار وكړي. ده ووئيل چې د كال 2023م په ټولټاكنو كښې به هم تحريك انصاف اقتدار ته راځي.