اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي چې 24م اكتوبر د آزاد كشمير په تاريخ كښې ډېر مهم مقام لري، په كال 1947م كښې په دې ورځ كشميري اولس لازوال قربانې وركولو سره د آزاد جمو و كشمير د حكومت بنياد ايښې و، دا د مقبوضه منطقې د اولس د خپلواكۍ حق ت??لاسه كولو لپاره د هڅو روانو ساتلو د لوظ د پخلي ورځ ده. د اتوار په ورځ د آزاد جمو كشمير د تاسيس 74مې ورځې په اړه په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د د كشميريانو د خپلواكې هڅو مخ نيوي لپاره د هند چالونه ناكام شوي دي، په مقبوضه كشمير كښې د ماورائے عدالت قتل په پېښو كښې ډېره اضافه شوې ده. د هند قابض ځواكونه بې ګناه كشميري ځوانان د نامې د لټون په عملياتو او د دروغو په مقابلو كښې شهيد كوي. ده ووئيل چې هند د مقبوضه ??مو و كشمير د ډېموګرافي بدلولو سازش كوي، د هغه ځائ اولس د هند د هر يو سازش په مړانه مقابله كوي. ده ووئيل ??ې پاكستان د هند د ټولو سفاك اقداماتو په ډ??ګه كولو لړې روانه ساتلې ده. وزيراعظم عمران خان د نړې په هر يو فورم د كشميريانو غږ په بشپړه توګه پورته كړے. وفاقي وزير ووئيل چې بايد ??ړي??اله ټولنه په مقبوضه ??مو كشمير كښې د بشري حقونو د اندېښمن صورتحال نوټس واخلي، ??ړي??اله ټولنه دې د خپلواكې حق په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كول باوري كړي.