اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي كه نړيوالې ټولنې ??فغانستان نظرانداز كړو نو نتيجه به يې تباهي رامخې ته كونكې وي٬د پاكستان سباؤن ډېر روښانه دے٬قام متحد كولو لپاره به سياسي مشرانو له متحد كېدل وي٬د آرډيننس اجرا د صدر آئيني اختيار دے٬په اوسني حكومت كښې جاري شوي آرډيننس د تېرو دوه دورونو نه كم دي٬د معاشرتي ستونزو په اړه ايوان صدر په خاص توګه فعاله دے٬د مېرمنو حفاظت لپاره به ټولنه حساس كول وي٬د نړيوال معيار آئي ټي ګريجوېټس پېدا كولو ضرورت دے٬د ټولنې ?? تربيت انحصار په كورنۍ ٬ علماﺀ او تعليمي نظام دے٬د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې په ټاكنو كښې سپيځلتيا باوري كېدې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ پي ټي وي نيوز سره په مركه كښې وكړې۔صدر ووئيل حكومت د عام وګړي مرسته د احساس پروګرام د لارې كوي٬د ټولې نړۍ معيشتونو ته د ګرانۍ مسئله ورپیښه ده٬په نړيواله كچه ګراني ده٬د خوراكي څيزونو او تېلو بيعې زياتېږي۔ګرانۍ سره سره بايد د خلكو د اخستو قوت هم زيات شي۔ده ووئيل ايوان صدر په ګرين انرجي منتقل كړے شوے۔د آئ?? اېس او لخوا د ګرين بلډنګ سرټيفيكېټ وركړے شوے۔ايوان صدر په شمسي توان د منتقل كولو كرېډېټ د ټولې ډلې دے۔په ايوان صدر كښې تېر كال د مياواكي پنځه زره او سږ كال لس زره اونې ??وټي نال كړے شوي۔صدر مملكت ووئيل م??نږ د مېرمنو په خپلواكۍ ډېر كار كړے٬د مېرمنو د وراثتي حقونو په اړه په قوانين كښې مو بهتري راوستې۔بېګم ثمينه عارف علوي د سينې كينسر په اړه خبرتيا او د دغې په ن??يجه كښې د مېرمنو په مرګونو كښې كمي لپاره بشپړه هڅې كوي٬ده ووئيل زه چې كله په اول ځل د قامي اسمبلۍ غړے وټاكلے شوم نو كور ودانې ??ره په ګډه مې عامې روغتيا لپاره هڅې وكړی٬م??نږ په بېلا بېلو ځايونو كښې آئي او ډينټل كېمپونه هم ولګول۔صدر ووئيل حكومت د كامياب جوان پروګرام او مېرمنو ته د قرض وركولو پشمول په يو شمېر پروژو كار كوي۔ده ووئيل پاكستان د ډېرو آزمېښتونو نه تېرېږي٬پاكستان ته د يو لارښود په شا د اودرېدو ضرورت دے او هم په داسې په ټولنه كښې بدلون راځي۔د هېواد سباؤن ډېر روښانه دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې د اقليتونو حقونه په ډېر مهم مقام دي٬په اسلام كښې د جبري مذهب بدلولو هېڅ ګنجائش نشته۔صدر ووئيل كه په افغانستان كښې امن راشي نو دا زم??نږ په ګټه دے٬نړۍ دې هم د افغانستان په اړه د خپل تعصب نه رابهره شي۔كه نړيوالې ټولنې ??فغانستان نظرانداز كړو نو نتيجه به يې تباهي رامخې ته كونكې وي۔ ده ووئېل امريكائي اولس د افغانستان امن لپاره 2.3 ټرېلين ډالر خرڅ كړي۔د دې په ن??يجه كښې په نړۍ كښې لوږه ختمېدې شوه۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پروګرامنګ لينګوېجز سباؤن روښانه دے٬ښه وخت دے چې پاكستان د آئي ټي په ټرين سور شي٬م??نږ ته د نړيوال معيار د آئي ټي ګريجوېټس پېدا كولو ضرورت دے٬په پاكستان كښې د انټرمېډېټ نه پس يوازې لس فيصده خلك زده كړی كوي۔ده ووئيل كوم قامونه چې متحد وي د هغوي طاقت زياتېږي٬په متحد قامونو كښې طاقت او په منتشر قامونو كښې سازشونه وده مومي