اسلام آباد 01اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي ديناله لئۍ اېکسپرېس وے منصوبې سره به ځائي اولس ??پا??ه د روزګار موقعې او نوې تجارتي هلې ځلې راپېدا شي كومې چې به د غربت ?? ختمې سبب وګرځي۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ناله ل??ۍا??کسپرېس وےد جاج اغستو غونډه شوې چې پكښې داخله وزير شېخ رشيد احمد او د نيا پاکستان هاؤ??نګ اينډډويلپمنټ اتھارټۍ (اېن اے پي اېچ ډي اے)چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) انور علي حيدر ګډون كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ته ووئيل شول 17 كلوميټره اوږدهد ناله لئۍ منصوبه به د اسلام آباد آئي جے پيسړك جي ټي روډ سره تړلو ??پا??ه يوه ګټوره متبادل لاره وركوي او د 200 اربه روپو نه د زيات ماليت په دې منصوبه به غبرګوني ښارونه د سېلاب څخه هم ووساتلے شي ۔ ناله ل??ۍا??کسپرېس وے منصو??ې له مخې د ټرنک سيورېج سسټم جوړېدوسره به د پېنډۍ او اسلام آباد خزله ځاے ته د رسولو مسئلو حلله هم مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان اړوندو چارواكو ته امر وكړٶ چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ (پي پي پي) ماډل په خپلولو دې دا مهمه انفراسټركچر منصوبه زر تر زره سر ته ورسولې شي۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې دا منصوبه به ځائي اولس ??پا??ه د روزګار بلها موقعې رامخې ته كړي۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به تجارتي هلې ځلې هم راپېدا شي كومې چې به د غربت ??اتمې له مرستيالې وګرځي۔ په دې مهال د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د وزيراعليٰ سلاحكار ډاکټر سلمان شاه ، د پنجاب چيف سېكرتري او نورة اړوندة چارواكو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو