اسلام آباد، نیویارک۔24ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان كښې امن او استحكام منطقې لپاره زيات مهم دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې په م??ال په نیویارک کښې له خپل جاپاني همڅنګ توشي میتسو موتیجي سره م??اقات وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخیزو اړیکو ، د افغانستان په وضعیت او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان له جاپان سره خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي. پاکستان جاپان خپل یو باوري پرمختیایي ملګری ګڼي.مخدوم شاه محمود قریشي ووئیل مونږ اراده لرو چې روان كال 2022 كښې د پاكستان او جاپان سفارتي اړيكو 70 كليزه جوش او جذبې سره ولمانځؤ۔ خارجه وزير پاك جاپان دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرسته زياتولو له د شريكو هڅو كارولو په حاجت ز??ر راوړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل جاپانے سيال د افغانستان رامخې ته كېدونكي صورتحال سره اړوند د پاكستان نقطه نظر نه هم خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې تلپاتې امن او استحكام منطقې لپاره زيات مهم دے۔٬ افغانستان كښې د وده م??ندونكي انساني او معاشي بحران حتمولو له ضروري ده چې نړيواله ورورولۍ د افغانا??و مرسته باوري كړي۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو او نړيوال قانون سنګينو خلاف ورزيو په ثبوتو??و مشتمل يو “ډوزیئر” هم جاپانی سيال ته وړاندے كړو