اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) د دوحه په دفتر كښې د طا??بانو وياند ډاكټر محمد نعيم وئېلي دي په افغانستان كښې د څو لسيزو راهسې روان جنګ او ناامني ختمه شوې٬ پ?? افغانستان كښې اوس د بيا رغونې نو وخت دے٬افغان عبوري حكومت د ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيكو خوښي لري٬مونږ د شخړو او جنګ په ځاے د اولس خذمت ??ول غواړو٬د پنجشير په جنګ كښې د پاكستان د مرستې په اړه تورونه مسترد كوو۔د نهې په ورځ پي ټي وي سره په خاص خبرو كښې ده ووئيل چين لويې اقتصادي قوت دے كوم سره چې ښې اړيكې او ښې رابطې غواړو۔د داسې ټولو سيمه ايزو منصوبو برخه به جوړیږو كومې چې ?? افغانانو په ګټه نه وي۔ده ووئيل مونږ ټول جنګونه د خپلو مجاهدينو او لوي څښتن په مرسته كړي۔ ده ووئې?? د ??نجشېر په جنګ كښې د پاكستان د مرستې په اړه تورونه رد كوو۔د پنجشېر په جنګ كښې زمونږ مرسته د پنجشېر اولس كړی