اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د خارجه زارت لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند ??ه لويه كچه د جنګي جرمونو ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو ٬ جعلي مقابلو ٬ جعلي فلېګ آپرېشنز او د مېرمنو بې ح??متۍ حوالې سره د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي بشپړ ډوزیئر له مخې د کشمیر په شپږو ولسوالیو كښې 8652 ??له ایز قبرونه کشف شوي٬ كال 2014 نه وروسته تر دې دمه 239 ټارچر سېلز كښې 29988 كشميري وګړي تشدد سره مخ كړې شوي٬ د 3850 مېرمنو رېپ شوې او 650 وژلې شوې دي۔ د كال 2017 نه تر دې دمه هندي قابض ځواكونو د بندېز باوجو كېميائي وسله كارولو سره 37 بې ګناه كشميري وګړي ژوندي سوزلي دي۔ د كال 2014 نه تر دې دمه پېلټ ګنز كارولو سره 120کشمیري وګړي شهيدان ٬ 1253 بينائۍ څخه محروم او 15438 ژوبل كړې شوي دي۔ د 5 اګست غېر قانوني او يو اړخيزه ??ام??نو نه وروسته د پوځي محاصرې په مهال 9987 عمليات وكړې شول ٬ كوچنينان ګرفتار كړې شول او انجونې وځورولې شوې۔ د كال 2016 نه وروستو تر دې دمه د كشمير آزادۍ تحريك په مهال 72 لوستې كشميري ځوانان شهيدان شول په دوئي كښې لس پی اېچ ډیز،ایم فل،15ماسټر او 47 ګرېجوېټ شامل وو۔ دې سره سره د هند ??خوا په 80 جعلي مقابلو كښې 160 بې ګناه كشميريان شهيد كړې شول